سولپالنه
From Wikipedia, the free encyclopedia
سولپالنه، په فلسفه کې، یو پوهنپوهنیز لیدلوری دی چې په کې «عقل، د پوهې د ازمایښت او اصلي سرچینې په توګه پېژندل کېږي»، یا «هر هغه لیدلوری دی چې عقل ته په توسل کې، هغه د پوهې یا توجېه سرچینه وګڼي». په لا جوت ډول، سولپالنه د داسې میتودپېژندنې یا تیوري په توګه پېژندل کېږي «چې په هغو کې د یوه حقیقت معیار، حسي نه، بلکې فکري او استنتاجي دی».[1][2][3]
سولپالنه، په یوه پخواني لانجمن بحث کې، د تجربهپالنې پر وړاندې راڅرګندېږي، چېرې چې سولپالونکي پر دې باور وو چې واقعیت، په ذاتي توګه، منطقي جوړښت لري. له همدې امله، سولپالونکو ادعا وکړه چې ځیني یقیني حقیقتونه شتون لري او عقل کولای شي په مستقیمه توګه، پر دغو حقیقتونو باندې پوه شي. په بله وینا، سولپالونکو څرګنده کړه چې په منطق، ریاضیاتو، اخلاقو او مېتافزیک کې داسې باوري سولیز اصول شتون لري، چې په بنسټیزه توګه، سم دي او له هغو څخه د سرغړونې په پایله کې تناقص رامنځته کېږي. سولپالونکي پر عقل باندې هومره ډاډمن وو چې د یقیني حقیقتونو د سپيناوي لپاره یې تجربي اثبات او فزیکي شواهد نااړین ګڼل – په بله وینا، «داسې باوري لارې شتون لري چې د هغو په ترڅ کې زموږ جاجونه او پوهه، له حسي تجربې څخه په خپلواکه توګه، ترلاسه کېږي».[4]
پر دغه میتود یا تیوري باندې د ټینګار بېلابېلې کچې، د سولپالونکو د دریځونو یوه لړۍ رامنځته کوي؛ د منځني دریځ له مخې، «د پوهې د ترلاسه کولو لارو په کتار کې، عقل لومړیتوب لري» او په خورا کلک دریځ کې، «عقل، د پوهې په لور، ځانتنی یون انګېرل کېږي». د عقل نومهال پوهاوي ته په کتو سره، سولپالنه له فلسفې، د څېړنې سقراطي ژوند، یا د ځواک له هغې ژباړې سره یوشان دی چې د څېړنې ته اړو (شکمنو) بهیرونو له لارې روښانه کېږي (لامل یې هغه د څیزونو په هکله هغه بنسټیز یا جوت حالت دی چې د یقین له لارې مو تر سترګو کېږي). په وروستیو لسیزو کې، لیو ستراوس، د داسې یو لړ اصولو په توګه، د «کلاسیکې سیاسي سولپالنې» د بیا راژوندي کولو په لټه کې ؤ، چې د استدلال دنده په بنسټیزه توګه نه، بلکې د مایوتیک (سقراطي استدلال او زدهکړې ته اړونده تګلاره) په توګه ونومېري.[5]
په هالنډ جمهوریت کې، په اوولسمې پېړۍ کې، د لومړنۍ نومهالې سولپالنې راولاړېدنه – په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په یوازېتوب سره، د یوه خورا منظم (سیسټماتیک) فلسفي مکتب په توګه – د «کارتیزینزم» او «سپینوزیزم» تر نامه لاندې د ډیکارت او سپینوزوا د دوو غښتلو سولپاله فلسفي نظامونو په پنځولو سره، په ټولیز ډول، پر لوېدیځ نومهاله تفکر باندې خورا ژوره او پراخه اغېزه وکړه (ډیکارت خپل د زړښت ټول ژوند د هالنډ په متحده ایالتونو کې تېر کړ او خپل ټول ستر اثرونه یې هلته لیکلي دي). د ډیکارت، سپینوزوا او لایبنېتس په څېر نامتو سولپالونکې څېرې، اوولسمې پېړۍ ته د «عقل/منطق پېر» نوم او مقام ورکړی دی. [6][7][8][9]