عثماني سترواکي
د عثماني تورکانو امپراتوري له ۱۲۹۹ تر ۱۹۲۲ پورې د تورکيې او شاوخوا اسيايي ، اروپايي او افريقايي هېوادونو باندې د تورکي عثماني کورنۍ واکمني / From Wikipedia, the free encyclopedia
عثماني امپراتوري یا سترواکي (/ˈɒtəmən/؛ په عثماني ترکي ژبه: دولت عليه عثمانيه Devlet-i ʿAlīye-i ʿOsmānīye, lit یعني 'لوړ او پرتمین عثماني دولت'؛ په ترکي ژبه: Osmanlı İmparatorluğu or Osmanlı Devleti؛ په فرانسوي ژبه: Empire ottoman) یوه امپراتوري وه چې له ۱۴مې پېړۍ څخه د ۲۰مې پېړۍ تر لومړیو پورې یې د سوېل ختیځې اروپا، لوېدیځې اسیا او شمالي افریقا ډېرې برخې تر واکمنۍ لاندې وې. دا امپراتوري د ۱۳مې پېړۍ په پای کې د ترکمن قبیلوي مشر لومړي عثمان یا عثمان غازي له خوا د انتالیا په شمال لوېدیځ سوګوت ښارګوټي (اوسني بیلهجک- Bilecik ښار) کې جوړه شوه. له ۱۳۵۴ کال وروسته، عثمانیان اروپا ته لاړل او د بالکان له فتح کولو سره، عثماني بیلیک کوچنۍ شاهي (beylik) تر لویو وچو غځېدلې یوې امپراتورۍ باندې بدله شوه. په ۱۴۵۳ کال کې د سلطان محمد فاتح له خوا د قسطنطنیې له فتح کولو سره عثمانیانو د بیزانس امپراتوري پای ته ورسوله.[1][2][3][4][5]
د عثمانې ټولواکمني دولت عالیه عثمانیه | |
---|---|
پیدایښت | ۱۲۹۹ |
پایتخت | بورسا ادرنه استانبول |
مساخت | ۲۴،۵۰۰،۰۰۰ |
د نفوس شمېر | ۳۵،۳۵۰،۰۰۰ |
ژبې | عربي ژبه ترکی ژبه(لسان عثمانى) |
پیسې | عثمانی لیره |
دین | اسلام |
مذهب | سنی |
قوم (قبیلوي ښاخ) | قایي (قایا) |
عثماني امپراتورۍ د لومړي سلیمان یا سلیمان اعظم (Suleiman the Magnificent) په واکمنۍ کې د خپل ځواک او سوکالۍ او دغه راز د خپل حکومت، ټولنیز او اقتصادي سیسټمونو ترټولو لوړ پرمختګ تجربه کړ. د ۱۷مې پېړۍ په پیل کې، دغې امپراتورۍ ۳۲ ولایتونه او ګڼ شمېر تر لاس لاندې یا باج ورکوونکي دولتونه لرل. ځینې یې وروسته په عثماني امپراتورۍ کې جذب شول، خو نورو ته بیا د پیړیو په اوږدو کې بېلابېل ډوله خودمختاري یا کورواکي ورکړل شوه.[6]
د قسطنطنیې (ننني استانبول) د پلازمینې په توګه او د مدیترانې حوزې پر شاوخوا سیمو له واکمنۍ سره، عثماني امپراتوري د شپږو پېړیو لپاره د ختیځې او لوېدیځې نړۍ ترمنځ د اړیکو او تعامل په مرکز کې وه. که څه هم یو وخت نظر دا و، چې دغه امپراتوري د لومړي سلیمان یا سلیمان اعظم له مړینې وروسته د زوال دورې ته داخله شوې وه، خو دا نظر نور د ډېری علمي تاریخپوهانو له خوا نه تاییدېږي. دغې امپراتورۍ د ۱۷مې پېړۍ په اوږدو کې او د ۱۸مې پېړۍ په ډېره برخه کې پیاوړی اقتصاد، ټولنې او اردو لرلي دي. له دې سره سره، له ۱۷۴۰ کال تر ۱۷۶۸ کال پورې د یوې اوږدې سولهییزې مودې پرمهال عثماني نظامي سیسټم د دوی له اروپایي سیالانو، هابسبورګ امپراتورۍ (Habsburg) او روسي امپراتوریو څخه وروسته پاتې شو. عثمانیان بالاخره د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو او د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې له سختو پوځي ماتو سره مخ شول. د یونان د خپلواکۍ بریالۍ جګړه هم د لندن له تړون (۱۸۳۰) او د قسطنطنیې له تړون (۱۸۳۲) وروسته د خپلواکۍ له اخیستلو سره پای ته ورسېده. همدغې او نورو ماتو عثماني دولت دې ته اړ ایست چې د سمونونو او عصري کولو یو هراړخیز بهیر پیل کړي، چې د تنظیمات (Tanzimat) په نوم یادېده. په دې توګه، د ۱۹مې پېړۍ په اوږدو کې، عثماني دولت د نورو ځمکو له لاسه ورکړې او په ځانګړې توګه په بالکان کې چې د یو شمېر نوو دولتونو له راڅرګندېدو سره سره، په داخلي توګه بېرته خورا پیاوړی او منظم شو.[7][8][9][10]