علمي تخیلي ژانر
From Wikipedia, the free encyclopedia
علمي تخیلي ژانر یا ساینس فېکشن (انګلیسي: Science fiction، چې کله ناکله د ساینس فای sci-fi یا SF په بڼه هم رالنډېږي) د ګماني تخیل یو ژانر دی چې معمولا له تخیل او راتلونکو تصوراتو او مفکورو سره سروکار لري، لکه پرمختللی ساینس او ټیکنالوژي، د فضا سپړنه، د وخت سفر، موازي کاینات، او له ځمکې بهر ژوند. دغه ژانر د "ایډیاوو یا نظرونو ادبیات" بلل کېږي، او ډېری وختونه د ساینسي، ټولنیزو او ټیکنالوژیکي نوښتونو د احتمالي پایلو پلټنه کوي.
د علمي تخیلي ژانر ریښې ممکن لرغونو افسانو ته ورسېږي، او له خیالي، وېروونکو، او اتلولیزو افسانو سره تړاو لري، او ګڼ فرعي ژانرونه رانغاړي. دقیق تعریف یې له پخوا راهیسې د لیکوالانو، نقد کوونکو، پوهانو او لوستونکو ترمنځ اختلافي دی.[1]
د نړۍ په ډېرو برخو کې علمي تخیلي ژانر په ادب، فلم، ټلویزیون او نورو رسنیو کې مشهور شوی او اغېزې یې ښندلې دي، او همدا راز ویل کېږي چې د "حیرانتیا احساس" هم تلقین کوي. دا ژانر د تفریح ترڅنګ کولی شي د اوسنۍ زمانې ټولنه تر نیوکې لاندې راولي او بدیلونه ولټوي.[2]