فزیک
From Wikipedia, the free encyclopedia
فزیک هغه طبیعي علم دی چې، ماده او د هغې بنسټیز عناصر، په فضا او وخت کې د هغې حرکت او چلند او د انرژۍ او قوې اړوند موضوعات مطالعه کوي. فزیک یو له خورا بنسټیزو علمي څانګو نه دی او اصلي موخه یې دا ده چې پوه شو، کائنات څنګه چلند کوي. [1][2][3][4]
فزیک یو له پخوانیو علمي څانګو نه دی او په ستورپوهنه کې د هغه د ښکېلتیا له امله ښایي تر ټولو لرغونی علم وي. فزیک، کیمیا، بیولوژي او د ریاضیاتو ځینې څانګې په تېرو دوو زرو کلونو کې د طبیعي فلسفې برخه وو، خو دا طبیعي علوم په ۱۷ مه پېړۍ کې د ساینسي انقلاب په ترڅ کې د ځانګړو څېړنیزو هڅو په توګه په خپل مسیر کې راڅرګند شول. فزیک د څېړنې د مختلفو څانګو څو او دسیپلینه ساحو، لکه : د بایو فزیک او د کوانتم کیمیا سره اړیکه لري او د فزیک پولې په کره ډول نه دي مشخص شوې. نوي نظرونه په فزیک کې زیاتره هغه بنسټیز میکانیزمونه روښانه کوي چې د نورو علومو پر مټ مطالعه شوي او په اکادمیکو څانګو، لکه: ریاضي او فلسفه کې د څېړنې نوې لارې وړاندیز کوي. [5]
په فزیک کې پرمختګونه ډېری په نویو ټیکنالوژیو کې پرمختګونو ته لاره هواروي. د بېلګې په توګه: د الکترومقناطیس، د جامد حالت فزیک او هستوي فزیک په پوهه کې پرمختګونه په مستقیم ډول د نوو محصولاتو، لکه: تلویزیون، کمپیوټر، کورني وسایل او اټومي وسلو د پراختیا لامل شوي، چې په نننۍ عصري ټولنه کې یې د پام وړ بدلون راوړی دی، په ترمودینامیک فزیک کې پرمختګونه د صنعتي کېدو لامل شول او په میخانیک فزیک کې پرمختګونه د محاسبې د پراختیا سبب شول. [6]