مارګريټ سنګر
From Wikipedia, the free encyclopedia
مارګريټ هيګينز سنګر (د زېږېدو پر مهال يې نوم مارګريټ لويس هيګنز ايښودل شوی و، ۱۸۷۹، د سپتمبر ۱۴ – ۱۹۶۶ ز کال د سپتمبر ۶)، د «مارګريټ سنګر سلي» په نوم هم پېژندل کېږي، امريکايۍ تبعه د زيږون د مديريت فعاله، د جنسي تعليم وړاندې کوونکې، ليکواله او رنځورپاله وه. سنګر د «زيږون مديريت» اصطلاح مشهوره کړه، په متحده ايالاتو کې يې د زيږون د مديريت لومړی روغتيايي مرکز پرانيست او يو لړ سازمانونه يې جوړ کړل چې بيا په «د امريکا د طرحه شوي پلاروالي/موروالي فدراسيون» بدل شو.[1]
مارګريټ سنګر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | زړه نابری |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ژوند ملګری | اچ.جي. وېلز |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
په لومړي سر کې سنګر له خپلو ليکونو او ويناووڅخه د خپلو افکارو په وده کې کار واخيست. هغه په ۱۹۱۴ز کال کې د «کامسټوک قانون» له مخې د خپل کتاب «د کورنۍ محدوديت» له امله محاکمه شوې وه. هغې وېره درلوده چې څه به پېښ شي، له همدې امله بریتانيې ته وتښتېده، تر دې چې وپوهېده چې متحده ايالاتو ته بېرته ستنيدل ورته خوندي دي. د سنګر هڅو په ډېرو هغو قضايي قضيو کې ونډه درلوده، کومو چې په متحده ايالاتو کې د حمل د مخنيوي د قانوني کولو په برخه کې مرسته وکړه. له دې امله چې هغې له طرحه شي والدينتوب سره اړيکه لرله، د حمل د ساقطونکو د پلويانو له خوا سنګر ډېر ځله د انتقاد موخه ګرځېدلې وه. خو نوموړې د زيږوندن د مديريت او حمل د ضايع کولو تر منځ غوڅ توپير کړی و او د خپل مسلکي کار پر مهال په ډېره برخه کې د حمل د ساقطولو مخالفه وه، په داسې پېښو کې يې د يوې رنځورپالې په توګه ګډون نه مانه. سنګر د امريکا د ولادت حقوقو خوځښت کې د ستاينې وړ څېرې په توګه پاتې ده. د انساني نسل د سمون د پلوې په توګه په هغې نيوکې کیږي.[2][3][4][5][6]
په ۱۹۱۶ز کال کې، سنګر په متحده ايالاتو کې د زيږون د مديريت لومړی روغتيايي مرکز (کلينيک) پرانيست، نوموړې د زيږون د مخنيوي د معلوماتو د خپرولو له امله هغه مهال ونيول شوه، کله چې يوې خفيه ښځينه پوليسې د کورنۍ د مديريت په اړه د هغې د رسالې يوه نسخه وپيرله. د هغې محاکمې او استئناف اختلافات وزېږول. سنګر احساس کړه چې په ټولنه کې د ښځو د زيات برابري ځای تر لاسه کولو او د ښه ژوند تېرولو لپاره، د دې اړتيا ده چې دوی د ماشوم د لرلو په اړوند د پرېکړې وړتيا ولري. هغې د تش په نوم پټ اسقاط حمل مخالفت هم کاوه، کوم چې هغه مهال عام و، ځکه چې په متحده ايالاتو کې د حمل غورځول ناقانونه و. هغې باور درلود، که څه هم د ژوند د ګواښلو په حالتونو کې د حامله ښځو لپاره د حمل غورځول يو عملي اقدام کېدای شي، خو بايد په عموم کې ورڅخه ځان وژغورل شي. هغې د حمل د غورځولو پر ځای يواځينۍ عملي لاره د حمل مخنيوی باله.[7][8][9]
په ۱۹۲۱ز کال کې، سنګر د امريکايي زېږون مديريت ټولنه جوړه کړه، کومه چې وروسته په «د امريکا کې د طرحه شوي پلاروالي/موروالي فدراسيون» باندې واوښته. د نيويارک په ښار کې، هغې د زېږون د مديريت لومړی کلينيک جوړ کړ چې ټول کار کوونکي يې ښځينه ډاکټرانې وې، همدا راز په «هرليم» کې یو کلينيک، په کوم کې چې ټول افريقايي الاصله امريکايي سلاکاره شورا وه، چېرته چې افريقايي الاصله امريکايي کار کوونکي وروسته زيات کړای شول. /به ۱۹۲۹ز کال کې، هغې د «زېږون مديريت لپاره د فدرالي قانون جوړولو اړوند ملي کميټه» جوړه کړه، کوم سازمان چې په متحده ايالاتو کې د حمل د مخنیوي د قانوني کولو لپاره د هغې د هلو ځلو په برخه کې د همغږې کوونکې نقطې په توګه کار وکړ. له ۱۹۵۲ څخه تر ۱۹۵۹ز کال پورې، هغې د «مديريت شوي پلار والي/موروالي د نړيوال فدراسيون» مشري وکړه. نوموړې په ۱۹۶۶ز کال کې مړه شوه او په پراخه کچه د زېږون د مديريت د اوسني خوځښت بنسټګره بلل کېږي. [10]