معماري
From Wikipedia, the free encyclopedia
معماري (په لاتیني: architectura، له یوناني کلمې: ἀρχιτέκτων arkhitekton "یعني معمار یا طراح"، او له ἀρχι "یعني مشر یا سردار" او τέκτων "یعني خالق یا جوړوونکی" څخه اخیستل شوی) د ودانیو یا نورو جوړښتونو د پلانولو، ډیزاین او جوړولو پروسې او محصول دواړو ته ویل کېږي. د معمارۍ اثار او کارونه د ودانیو په مادي بڼه کې، ډېری وختونه د کلتوري سمبولونو او هنري کارونو په توګه پېژندل کېږي. تاریخي تمدنونه اکثرا د معمارۍ په برخه کې د دوی له ژوندي پاتې لاسته راوړنو سره پېژندل شوي دي.[1][2]
دا ډول کارونه، چې تر تاریخ وړاندې دوره کې پیل شوي، په ټولو اوو لویو وچو کې د تمدنونو لپاره د کلتور د څرګندولو لپاره کارول شوي. له همدې کبله، معمارۍ د هنر یوه بڼه ګڼل کېږي. د معمارۍ په اړه متنونه له لرغونو وختونو راهیسې لیکل شوي. د معمارۍ د تیورۍ په اړه ترټولو پخوانی ژوندی پاتې متن په لومړۍ زېږديزه پېړۍ کې د روم د معمار ویټروویوس (Vitruvius) له خوا د ډي آرکیټیکټورا (De architectura) مقاله ده، چې له مخې یې یوه ښه ودانۍ د فرمیتاس (firmitas)، یوټیلیټاس (utilitas) او وینوستاس venustas (دوام، ګټورتیا او ښکلا) انځوروي. څو پېړۍ وروسته، لیون بټیستا البرتي (Leon Battista Alberti) خپلو نظرونو ته لا ډېره پراختیا ورکړه او ښکلا یې د ودانیو د عیني کیفیت په توګه یاده کړه چې باید د هغو په بېلابېلو برخو کې وموندل شي. جیورجیو واساري (Giorgio Vasari) د غوره انځورګرانو، مجسمو جوړونکو او معمارانو پر ژوند لیکل کړي او په ۱۶مه پېړۍ کې د لویدیځ هنرونو کې د سټایل مفکوره یې وړاندې کړه. په ۱۹مه پېړۍ کې بیا لویس سلیوان (Louis Sullivan) څرګنده کړه، چې "فورم یا بڼه د فعالیت یا کړنچارې تابع ده". "فعالیت یا کړنچاره" د کلاسیکې "ګټورتیا" کلمې ځای ونیوه او داسې وګڼل شوه چې نه یوازې عملي بلکې جمالیاتي یا د ښکلا اړوند، رواني او کلتوري اړخونه هم پکې شامل دي. د پایدارې معمارۍ مفکوره بیا د ۲۰مې پېړۍ په وروستیو کې وړاندې شوه.[3]
معماري د کلیوالي، شفاهي او ځایي یا بومي معمارۍ په توګه پیل شوه چې له ازمویښت او تېروتنې څخه یې بریالۍ بیاجوړونې ته وده ومونده. د لرغونو ښاري معماریو بوختیا د هغو مذهبي جوړښتونو او ودانیو پر جوړولو وه، چې د واکمنانو د سیاسي ځواک د سمبول کار ترې اخیستل کېده او دا چاره تر هغه وخته روانه وه چې یوناني او رومي معمارۍ بالاخره مدني فضایلو ته پام واړاوه. د هند او چین معماریو په ټوله آسیا کې پر بڼو اغېزې وښندلې او په ځانګړي توګه د بودا معمارۍ بیا بېلابېل ځایي طعمونه اخیستي دي. د اروپا د منځنیو پېړیو په دوران کې، رومنسک (Romanesque) او ګوتیک (Gothic) کلیساوو او خانقاوو پان-اروپایي سټایلونه راڅرګند شول، په داسې حال کې چې رینسانس بیا کلاسیک ډولونه خوښول چې د مشهورو معمارانو له خوا به په نامه جوړېدل. وروسته د معمارانو او انجنیرانو رولونه سره جلا شول. عصري معمارۍ بیا له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د avant-garde غورځنګ په توګه پیل شوې چې هڅه پکې دا وه څو یو بشپړ نوی داسې سټایل رامنځته کړي چې تر جګړې وروسته د نوي ټولنیز او اقتصادي نظم لپاره مناسب وي او د منځنۍ او کاري طبقې د اړتیاو پر پوره کولو تمرکز ولري. په دې کې بیا ټینګار پر عصري تخنیکونو، موادو، او ساده هندسي شکلونو باندې و، چې د لوړو پوړونو لپاره یې لاره هواره کړه. ډېری معماران له ماډرنیزم څخه، چې دوی یې د تاریخي او جمالیاتي ضد نظریاتو په توګه پېژني، ناخوښ او نهیلي شول او وروسته بیا پوسټ ماډرن او معاصرې معمارۍ وده وکړه.
د کلونو په اوږدو کې، د معمارۍ ساختماني ساحه پراخه شوې او ان د کښتیو له ډیزاین څخه تر داخلي ډیکور یا سینګار پورې هرڅه پکې شامل شوي.