نسل وژنه
From Wikipedia, the free encyclopedia
نسل وژنه، د وګړو د توکمیزو، هېوادنیو، نژادي او دیني ډلو د له منځه وړلو لپاره هڅې ته ویل کېږي. رافایل لمکین، دا صطلاح په ۱۹۴۴ز کال کې د یوناني لغت γένος ( genos ، د نژاد یا خلکو په معنا) او لاتین وروستاړي caedo (د وژنې په معنا) په یو ځای کولو سره منځ ته راوړه. ,[1][2][2]
د ملګرو ملتونو د نسل وژنې کنوانسیون، په ۱۹۴۸ ز کال کې "د یوې هېوادنۍ، نژادي، توکمېزې یا مذهبي ډلې په بشپړه یا د یوې برخې د له منځه وړلو د هوډ" او د دې ډلو د غړو وژنه چې د سخت بدني او رواني زیان لامل شي، په قصدي توګه په هغوی د ژوند شرایط تپل، چې "په بشپړه او نسبي توګه د فزیکي له منځه تلنې لامل شي"، د زېږون مخه نیول، یا په زوره له دې ډلو نه نورو ډلو ته ماشومان لېږدول، د نسل وژنې په توګه تعریف کړي دي. د دې ډلو قربانیان په یوه ډله کې د ریښتیني یا فکري غړیتوب پر بنسټ په نښه کېږي، نه په ناڅاپي توګه.[3][4][5][6]
د سیاسي بې ثباتۍ کاري ځواک بنسټ، د ۱۹۵۶ او ۲۰۱۶ ز کلونو تر منځ د نسل وژنې ۴۳ پېښې اټکل کړې دي، چې په پایله کې شاوخوا ۵۰ میلیونه خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ( UNHCR) اټکل کړی دی چې تر ۲۰۰۸ ز کال پورې د دې ډول تاوتریخوالي د ورته پېښو له امله ۵۰ میلیونه نور بې ځایه شوي دي. نسل وژنه په پراخه کچه د انساني شیطاني نښو په توګه انګیرل کېږي. د تور په توګه د دې اصطلاح کارول، تر شخړې لاندې دي، ځکه هغه اخلاقي بڼه لري او د ۱۹۹۰ ز لسیزې له وروستیو را په دې خوا، د اخلاقي ډلبندي په توګه کارول کېږي. [7][8][9][10][11][12]