پاراګوای
سوېلي امريکا هېواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
پاراګوای (/ˈpærəɡwaɪ/؛ هسپانوي تلفظ: [paɾaˈɣwaj] (واورئ ))، په رسمي توګه د پاراګوای جمهوریت (هسپانوي: República del Paraguay؛ ګواراني: Tetã Paraguái)، په جنوبي امریکا کې یو هېواد دی. نوموړی هېواد په سویل او سویل لویدیځ کې د ارجنټاین سره، په ختیځ او شمال ختیځ کې برازیل او په شمال لویدیځ کې له بولیویا سره ګډه پوله لري. نفوس یې 7 ملیونه کسه دی، چې نږدې 3 میلیونه یې په پلازمېنه او لوی ښار اسونسیون او شاوخوا لویو ښاري سیمو کې ژوند کوي. په داسې حال کې چې په جنوبي امریکا کې په وچه کې له چاپېرو شوو یوازې دوو هېوادونو څخه یو پاراګوای دی (بل بولیویا دی)، دا هېواد د پاراګوای او پرانا سیندونو بندرونه لري چې د پاراګوای - پرانا د اوبو له لارې اتلانتیک بحر ته د وتلو لاره ورکوي. [20]
په نامه د | |
---|---|
پلازمېنه | |
ترټولو لوړه څوکه |
عمومي معلومات | |
---|---|
د وګړو شمېر |
۶٬۸۱۱٬۲۹۷[2] — ۶٬۶۷۲٬۶۳۳[3] — ۱٬۹۰۷٬۰۴۱[4] — ۱٬۹۵۸٬۰۴۷[4] — ۲٬۰۱۰٬۶۲۶[4] — ۲٬۰۶۴٬۸۰۲[4] — ۲٬۱۲۰٬۶۰۱[4] — ۲٬۱۷۸٬۰۰۳[4] — ۲٬۲۳۷٬۱۹۰[4] — ۲٬۲۹۸٬۰۸۳[4] — ۲٬۳۶۰٬۱۰۸[4] — ۲٬۴۲۲٬۴۸۵[4] — ۲٬۴۸۴٬۷۳۶[4] — ۲٬۵۴۶٬۷۲۹[4] — ۲٬۶۰۸٬۸۸۷[4] — ۲٬۶۷۱٬۹۹۷[4] — ۲٬۷۳۷٬۱۵۲[4] — ۲٬۸۰۵٬۲۳۲[4] — ۲٬۸۷۶٬۳۵۲[4] — ۲٬۹۵۰٬۵۵۲[4] — ۳٬۰۲۸٬۵۴۲[4] — ۳٬۱۱۱٬۱۴۰[4] — ۳٬۱۹۸٬۸۴۸[4] — ۳٬۲۹۱٬۹۵۵[4] — ۳٬۳۹۰٬۱۰۱[4] — ۳٬۴۹۲٬۲۹۵[4] — ۳٬۵۹۷٬۱۳۵[4] — ۳٬۷۰۳٬۵۱۲[4] — ۳٬۸۱۱٬۰۴۲[4] — ۳٬۹۱۹٬۷۰۸[4] — ۴٬۰۲۹٬۲۰۳[4] — ۴٬۱۳۹٬۲۸۶[4] — ۴٬۲۴۹٬۷۴۷[4] — ۴٬۳۶۰٬۳۵۸[4] — ۴٬۴۷۰٬۹۳۴[4] — ۴٬۵۸۱٬۳۹۰[4] — ۴٬۶۹۱٬۶۹۵[4] — ۴٬۸۰۱٬۸۳۴[4] — ۴٬۹۱۱٬۷۰۱[4] — ۵٬۰۲۱٬۲۷۱[4] — ۵٬۱۳۰٬۷۲۳[4] — ۵٬۲۴۰٬۳۲۱[4] — ۵٬۳۵۰٬۲۵۳[4] — ۵٬۴۶۰٬۶۲۱[4] — ۵٬۵۷۱٬۳۷۱[4] — ۵٬۶۸۲٬۳۵۰[4] — ۵٬۷۹۳٬۳۳۰[4] — ۵٬۹۰۴٬۱۷۰[4] — ۶٬۰۱۴٬۷۸۱[4] — ۶٬۱۲۵٬۲۸۵[4] — ۶٬۲۳۶٬۰۰۵[4] — ۶٬۳۴۷٬۳۸۳[4] — ۶٬۴۵۹٬۷۲۱[4] — ۶٬۵۷۳٬۰۹۷[4] — ۶٬۶۸۷٬۳۶۱[4] — ۶٬۸۰۲٬۲۹۵[4] |
پکښي شاملې اداري سیمي |
Alto Paraguay (en) — Alto Paraná Department (en) — Amambay Department (en) — Capital District (en) — Boquerón Department (en) — Caaguazú Department (en) — Caazapá (en) — Canindeyú (en) — Central Department (en) — Concepción Department (en) — Cordillera Department (en) — Guairá Department (en) — Itapúa (en) — Misiones Department (en) — Ñeembucú Department (en) — Paraguarí Department (en) — Presidente Hayes (en) — San Pedro Department (en) |
رسمي ژبه | |
د سيمې اصلي ژبې |
اسپانیایي ژبه — Paraguayan Guaraní (en) — Aché (en) — Chamacoco (en) — Ava Guarani (en) — Paraguayan Sign Language (en) — Joseph Mfonyam (en) — Pai Tavytera (en) — Sanapaná (en) — Kaskihá (en) — Maskoy (en) — Toba Qom (en) — Mbyá Guaraní (en) — Nivaclé (en) — Maká (en) — Enlhet (en) — Enxet (en) — Angaité (en) — Ayoreo (en) — Guarani (en) — Tapieté (en) |
د حکومت مشر | |
وګړنوم |
Paraguayan — paraguayi — Paraguayano — Paragvänan — باراغواياني — باراغوايانية — باراغوايانيون — פרגוואי — פרגוואית — paraguayeni — paraguayan — paraguayană — প্যারাগুয়ীয় — paraguaiano — paraguaiana — paraguaiani — paraguaiane — paraguaia — paraguayu[6] — paraguaya[7] — Paraguayen[1] — Paraguayenne[1] — Paraguayaner — Paraguayanerin — paraguajana — paraguajane — paraguajani — paraguajan — paraguaja — paraguaje — paraguaji — paraguajo — پاراڭواياني — پاراڭوايانية — پاراڭوايانيين — پاراڭوايانيات |
غړی د |
ملگري ملتونه (۱۹۴۵ – ) Union of South American Nations (en) Mercosur (en) د سوداګرۍ نړيوال سازمان د بيارغونې او پراختيا نړيوال بانک (۱۹۴۵ – ) نړيواله پرمختياېې ټولنه (۱۹۶۱ – ) نړيواله مالي مؤسسه (۱۹۵۶ – ) د پانګونې څواړخيز تضمين نړيوال اژانس (۱۹۹۲ – ) International Centre for Settlement of Investment Disputes (en) (۱۹۸۳ – ) په لاتينه امريکا او کارابين کې د اتومي وسلو د مخنيوي سازمان Andean Community (en) نړيوال پوليس[8][9] (۱۹۷۷ – ) کېميايي وسلو نه د کار اخيستلو د مخنيوي سازمان[10][11] (۱۹۹۷ – ) يونيسکو[12] (۱۹۵۵ – ) Group on Earth Observations (en) پوست نړيواله ټولنه[13][14] (۱۸۸۱ – ) مخابراتو نړيواله ټولنه[15] (۱۹۲۷ – ) د امریکایي هېوادونو سازمان (۱۹۴۸ – ) هواپېژندنې نړيوال سازمان[16] (۱۹۵۰ – ) د روغتيا نړيوال سازمان[17] ګومرک نړيوال سازمان[18] (۱۹۶۹ – ) |
هېواد |
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
وېبپاڼه | |
---|---|
کورډينېشن |
په ۱۵۲۴ز کال کې هسپانوي فتحه کوونکي راغلل او په ۱۵۳۷ز کال کې یې د اسونسیون ښار جوړ کړ، چې د ریو دی لا پلاتا د والي لومړۍ پلازمېنه وه. د 17مې پیړۍ په بهیر کې، پاراګوای د تبشیر(عیسویت ته د رابللو) د هلو ځلو مرکز ؤ، چیرته چې د ګواراني اصلي خلک عیسویت ته اړول شوي او اروپایي کلتور ته معرفي شوي. په 1767م کې د هسپانوي سیمو څخه د عیسویت د مبلغینو له شړلو وروسته، پاراګوای په زیاتیدونکي ډول د لږ شمېر ښاري مرکزونو او اوسېدونوکو په درلودو سره په پراخه کچه یوه حاشیوي کالوني شوه. د 19مې پیړۍ په لومړیو کې د هسپانیا څخه له خپلواکۍ وروسته، پاراګوای د یو شمیر استبدادي حکومتونو له خوا اداره کیده چې د ملتپالو، انزوا پالو او محافظه کارو ځانګړتیاوو درلودونکي وو. دا دوره د پاراګوای د ویجاړوونکې جګړې (1864-70 ز کلونه) سره پای ته ورسیده، چې په ترڅ کې یې هېواد خپل نیمایي نفوس له لاسه ورکړ او شاوخوا 25-33٪ ځمکه یې د ارجنټاین، برازیل او یوروګوای درۍ اړخیز اتحاد ته له لاسه ورکړه. په شلمه پیړۍ کې، پاراګوای د یوې بلې لویې نړیوالې شخړې سره مخامخ شو - د چاکو جګړه (1932-35 ز کلونه) د بولیویا په وړاندې – چې دا هېواد پکې بریالی شو. وروسته بیا، هېواد د نظامي دیکتاتورانو د سلسلې تر واک لاندې راغی، چې وروستی یې د الفریډو سټراسنر 35 کلن رژیم ؤ، کوم چې په 1989ز کال کې د داخلي پوځي کودتا په واسطه د هغه تر نسکوریدو پورې دوام وکړ. په دې سره د پاراګوای ډیموکراتیک دور پیل شو، چې تر نن ورځې پورې دوام لري.[21][22]
پاراګوای یو پرمختللی هېواد دی. دا هېواد د مرکوسور، ملګرو ملتونو، د امریکایي ایالتونو سازمان، د ناپییلي غورځنګ او لیما ګروپ بنسټ ایښودونکی غړی دی. سربیره پردې، په لوی اسونسیون کې د لوک ښار، د سویلي امریکا د فوټبال کنفدراسیون د سرپرستۍ امتیاز لري.[23]
د پاراګوای د اوو میلیونو وګړو نفوس څخه زیاتره یې میستیزو دي، او د ګواراني کلتور په پراخه کچه نفوذ لري؛ له 90٪ څخه ډېر نفوس د هسپانوي تر څنګ د ګواراني ژبې په مختلفو ژبو خبرې کوي. د بې وزلۍ او سیاسي دېکتاتوري تاریخ سره سره، د 2017 ز کال د یوې مثبې تجربې شاخص کې د نړۍ د رایې ورکولو معلوماتو پربنسټ، پاراګوای د "نړۍ ترټولو خوشحاله ځای" په توګه درجه بندي شوی. [24][25]