چارلس ډاروین
From Wikipedia, the free encyclopedia
چارلز رابرټ ډاروین (۱۸۰۹ فبرورۍ ۱۲ د ۱۸۸۲ اپریل ۱۹) انګریزې طبیعت پېژندونکي، جیولوژیست (ځمک پوه) او بیالوژیست ؤ چې تر ډېره د تکامل په علم کې د خپل رول له مخې پېژندل کېږي. نوموړي دغه نظریه مطرح کړه چې ټول ژوندي موجودات د ګډ نسب لرونکي دي. هغه نظریه چې اوس د پوهانو له خوا منل شوې او د علم یو له اساسي مفاهیمو ګڼل کېږي. نوموړي له الفرد راسل والاسي (Alfred Russel Wallace) سره په ګډه مقاله کې خپله علمي نظریه مطرح کړې چې د تکامل دغه پړاو د طبیعي انتخاب په نوم د هغه بهیر د پایلو له مخې دی چې په کې د بقا لپاره هڅې د انتخابي پالنې په ګډون د هغو په طبیعي انتخاب ورته اغېز لري.[1][2][3][4][5][6]
ډاروین د بشري تاریخ په کچه ډېره اغېزمنه څېره ګڼل کېږي، چا چې د دې ویاړ درلود چې جسد یې په ویست مینستر کلیسا کې خښ شي.
ډاروین په ۱۸۵۹ ز کال کې د On the Origin of Species په نوم کتاب خپور کړ چې د تکامل نظریه یې په کې له قانع کوونکو شواهدو سره تشریح کړې وې. د ډاروین دغه علمي کشف دې سربېره چې د ژوندانه ټول علوم یو له بل سره نښلوي، په ژوند کې بدلونونه هم توضیح کوي.[7][8][9][10][11][12]