جورج ايليټ
From Wikipedia, the free encyclopedia
ميری ان ايوانز (۲۲ نومبر ۱۸۱۹ – ۲۲ ديسمبر ۱۸۸۰ز کال) څوک چې د خپلې لیکوالۍ په نوم جورج ايليټ مشهوره وه، يوه بریتانوۍ ناول ليکونکې، شاعره، ژورنالسته، ژباړنه او د ويکټوري پړاو يوه مخکښه ليکواله وه. هغې د «Adam Bede (ز کال) The Mill on the Floss(۱۸۶۰ز کال) Silas Marner (۱۸۶۱ز کال)، Romola(۱۸۶۲-۱۸۶۳ز کال) Felix Holt, the Radical (۱۸۶۶ز کال)، Middlemarch(۱۸۷۱-۷۲ز کال) Daniel Deronda (۱۸۷۶ز کال) په نومونو اووه ناولونه وليکل. د چارلس ډيکنس او تاماس هارډي په څېر هغې هم له ايالتي انګلستان څخه سر راپورته کړ او د هغې ډېر آثار دلته منځ ته راغلي. د هغې آثار د حقيقت پالنې، د ځای په اړوند د رواني لرليد د احساس او د کليوالي سیمو د بشپړ انځور د وړاندې کولو له امله شهرت لري.[3]
جورج ايليټ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | خبريالي [1]، ژباړه [2][1]، فلسفه ، ناول [2]، ادبيات [1]، شعر [1] |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
که څه هم د هغې د ژوند پر مهال ښځينه ليکوالو په خپل نامه خپرونې کولې، هغې هڅه کوله چې د ښځو د ليکونو له کليشه يي حالت څخه ډډه وکړي، کومې چې تر بې پروا مينې يا نورو کوچنیو کارونو پورې محدودې وې، چې زيات جدي بلل يې اړين نه و. هغې همدا راز غوښتل چې د هغې افسانې د ژباړنې، سمونکې او نقادې په څېر له مخکې څخه په پراخه کچه د پېژندل شويو اثارو څخه په جلا ډول وپېژندل شي. د خپل اصلي نوم د کارولو بل لامل دا هم کېدای شي چې هغې هيله درلوده په دې ډول خپل شخصي ژوند له عامه کره کتنې څخه وساتي، په دې بنسټ له هغو تورونو څخه ژغورل کېده، کوم چې د متاهل جورج هينري ليويس سره د هغې د اړيکې له امله راپورته کېدل. [4][5]
د « Middlemarch » په نوم د هغې د ناول په اړه يو بل ناول لیکونکي «ورجينيا ولف» ويلي چې «يو له هغو انګليسي ناولونو څخه و چې د مشرانو خلکو لپاره ليکل شوی دی»، تر څنګ یې مارټين اميس او جوليان بارنيس دا ناول د انګليسي ژبې يو له سترو ناولونو څخه بللی دی.[6][7][8]