اچ.اچ. اسکویت
From Wikipedia, the free encyclopedia
Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
اچ.اچ. اسکویت | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | برېتانيا |
ګوند | لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هربرت هنري اسکویت، د آکسفود او اسکویت لومړۍ اېرل (زړور سرتېری)، د جورابو د بند د اتلولۍ نښان (Knight of the Garter)، د بريتانیې د ځانکړې شورا غړی (Privy Council)، د پاچا سلاکار (King's Counsel )، د شاهي ټولنې یاور (Fellow of the Royal Society)، (د ۱۸۵۲ز کال د سپټمبر له ۱۲- د ۱۹۲۸ ز کال د فبرورۍ تر ۱۵مې) چې زیاتره د اچ.اچ اسکوېث په نامه یادېږي، یو بریتانوی سیاسي مشر او لېبرال سیاستوال و چې د ۱۹۰۸ ز کال نه تر ۱۹۱۸ ز کال پورې یې د بریتانیې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. نوموړی وروستی لېبرال لومړی وزیر و چې د اکثریت حکومت مشري یې وکړه او ترټولو وروستۍ لېبرال و چې د اپوزیسیون د مشر په توګه یې دنده ترسره کړه . نوموړي د لېبرال لوی قانون په ترتیب او تصویب او د مشرانو د مجلس په واک کمولو کې ځانګړې ونډه درلوده. اسکوېت د ۱۹۱۴ ز کال په اګست کې لویه بریتانیا او د بریتانیې سترواکي په لومړۍ نړیوالې جګړې کې ښکېل کړه. د نوموړي حکومت د ۱۹۱۵ ز کال په اوږدو کې د وسلو د کمښت او د ګالیپولي په جګړه کې د ماتې له امله په کلکه تر نیوکو لاندې راغی. هغه له نورو ګوندونو سره یو ګډ حکومت را منځ ته کړ، خو د نیوکه کوونکو په خوښولو کې پاتې راغی او د ۱۹۱۶ ز کال په دسمبر کې ګوښه کېدو ته اړ شو او هېڅکله یې بیا واک ترلاسه نه کړ.
هغه د اکسفورد په بالیول کالج کې د زده کړو وروسته یو بریالی مدافع وکیل شو. نوموړي په ۱۸۸۶ ز کال کې د ایسټ فایف په استازیتوب د هغه چوکۍ لپاره لېبرال نوماند و، چې وروسته نوموړي دېرش کاله په غاړه درلوده. هغه په ۱۸۹۲ ز کال کې د ګلډسټون د لومړی وزیرۍ په څلورمه دوره کې د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو او په دې دنده کې تر هغه وخت چې لېبرالانو د ۱۸۹۵ ز کال ټاکنې وبایللې، پاتې شو. د اپوزیسیون لسیزه د دې لامل شوه چې اسکویت په ګوند کې لوی شخصیت شي او کله چې لېبرالانو د ښاغلي هنري کمپبل-بنرمن تر مشرۍ لاندې په ۱۹۰۵ ز کې واک ترلاسه کړ، اسکويت د خزانې وزیر وټاکل شو. اسکويت په ۱۹۰۸ ز کال کې د هغه ځای ناستی لومړۍ وزیر شو. لېبرالانو هوډ درلود چې خپله د اصلاحاتو اجنډا پرمخ بوځي. په دې کې یو خنډ د مشرانو مجلس و چې د ۱۹۰۹ کال ولسي بودیجه یې رد کړه. په عین حال کې د ۱۹۰۹ کال د سویلي افریقا قانون تصویب شو. اسکویت د ۱۹۱۰ کال د جنوري میاشتې لپاره ټاکنې اعلان کړې او لېبرالان ګټونکي شول، که څه هم په اقلیت حکومت بدل شول. هغه د ۱۹۱۰ کال په ډسمبر کې د بلې ټولټاکنې وروسته د ۱۹۱۱ کال پارلماني قانون تصویب کړ چې اجازه ورکړي. هغه لایحه چې درې ځله د ولسي جرګې له خوا په پرله پسې غونډو کې منظور شوې وي، پرته له دې چې د مشرانو جرګه په پام کې ونیول شي، تصویب شي. اسکويت د آیرلنډ د کورني قانون په اړه لږ بریالی و. بیاځلي کړکېچونه د وسلو د قاچاق او تاوتریخوالی لامل شول چې نږدې په کورنۍ جګړې بدل شوي وو.
کله چې بریتانیې په بلجیم باندې د جرمني یرغل په ځواب کې د جرمني په وړاندې د جګړې اعلان وکړ، د آیرلنډ او د ښځو د رایي ورکولو د حقوقو په اړه نامتو کورنۍ شخړې وځنډول شوې. اسکویت تر کارنده مشر نه ډېر د کمېټې رئیس و. نوموړي د ملي خوځښت، لوېدیځو لیکو ته د بریتانیې د اعزامي ځواک د لېږد، د ډله يیز پوځ د رامنځته کولو او د یوې صنعتي ستراتیژۍ د پراختیا چې د هېواد د جګړیزو موخو د ملاتړ لپاره چمتو شوې وه، مشري وکړه. جګړه بنده شوه او د ښې مشرۍ لپاره غوښتنې لوړې شوې. نوموړی اړ شو چې د محافظه کارانو او کارګرانو سره د ۱۹۱۵ز کال په لومړیو کې ائتلاف را منځ ته کړي. هغه د ستراتیژۍ، اجباري عسکري خدمت او په مالي تمویل باندې د خپل ناپرېکندوالي له امله کمزوری شو. لویډ جورج د ۱۹۱۶ ز کال په ډسمبر کې د لومړي وزیر په توګه د هغه ځایناستی شو. دوی سخته تربګني پیل کړه او د لیبرال ګوند د چټک زوال د کنټرول لپاره یې شخړه وکړه. د بریتانیې عصري هوسا دولت (۱۹۰۶-۱۹۱۱ز) په جوړولو کې د هغه رول وستایل شو، خو د هغه کمزورتیاوې په جګړه يیزه مشرۍ او د ۱۹۱۴ز کال نه وروسته په ګوندي مشرۍ کې د تاریخ پوهانو له لوري په نښه شوې دي. هغه یوازینی لومړی وزیر پاتې شوی چې د ۱۸۲۷ ز او ۱۹۷۹ ز کلونو ترمنځ یې په یوه دوره کې له اتو پرله پسې کلونو نه ډېر خدمت کوي. [1]