جان راسل، لومړی ارل راسل
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان راسل، لومړی ارل راسل (زوکړه: د ۱۷۹۲ زکال د اګست ۱۸ مه – مړینه: د ۱۸۷۸ زکال د مۍ ۲۸ مه) بریتانوی وېګ او لېبرال سیاستوال و چې له ۱۸۴۶ زکال څخه تر ۱۸۵۲ زکال او همدارنګه له ۱۸۶۵ زکال څخه یې تر ۱۸۶۶ زکال پورې دوه ځله د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ.
جان راسل، لومړی ارل راسل | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د لویې بریتانیا پاچاهي د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
ګوند | لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) (۱۸۶۸–۱۸۷۸) |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
جايزې | |
لاسليک | |
سمول |
راسل د بېډفورډ د شپږم دوک دریم زوی و چې په ۱۸۱۳ زکال کې یې پارلمان ته له لار موندو وړاندې په ویسټ منېسټر ښوونځي او ایدنبورګ پوهنتون کې زده کړې وکړې. نوموړي په ۱۸۲۸ زکال کې د ازمایښت قانون د لغو کولو په برخه کې اصلي رول درلود چې له مخې یې د کاتولیکانو او پروتستانت مخالفینو پر وړاندې تبعیض ترسره کېده. نوموړی د اصلاحاتو د ۱۸۳۲ زکال د قانون یو له اصلي طراحانو څخه و چې له مخې یې د بیارغونې له مهاله وروسته مهم پارلماني اصلاحات رامنځته شول چې له اشرافي او د ځمکو له څښتنانو څخه د حکومت د خلاصون او همدارنګه د دیموکراسۍ پر لور لومړنی مهم ګام و. نوموړی متوسطو طبقاتو او همدارنګه د بریتانیا مخ پر ودې صنعتي ښارونو او ښارګوټو ته د رایو ورکولو د حق ملاتړی و، خو هیڅکله یې د رایو ورکولو د عمومي حق څخه ملاتړ وه نه کړ او له پټې رایې ورکونې سره یې مخالفت څرګند کړ. راسل په خپل حرفوي ژوند کې د ډېری مسایلو اړوند ښکاره خبرې کولې، په ۱۸۲۰ مه لسیزه کې یې له کاتولیک آزادۍ ملاتړ وکړ، په ۱۸۴۵ زکال کې یې د غله جاتو د قانون د لغو کولو غوښتنه وکړه، په ۱۸۵۰ زکال کې یې د پاپ پیوس نهم له خوا د کاتولیک کشیشانو د مقام بېرته را منځته کول وغندل او همدارنګه یې په ۱۸۶۰ مه لسیزه ې د ایټالیا له یو موټي کېدو ملاتړ وکړ.
د راسل د وزارت دورې څلور لسیزې وخت ونیو. راسل د دوه دورو لومړي وزارت سربېره له ۱۸۳۱ زکال څخه تر ۱۸۶۵ زکال پورې د ارل ګرې، ویسکانټ ملبورن، ارل آبرډین او ویسکانټ پالمرسټون په کابینو کې خدمت وکړ. له پالمرسټون سره د راسل اړیکه تر ډېره جنجالي وه چې له امله یې په ۱۸۵۲ زکال کې د راسل لومړنی حکومت او همدارنګه په ۱۸۵۸ زکال کې د پالمرسټون لومړنی حکومت وپاشل شو. له دې سره په ۱۸۵۹ زکال کې د دوی بیاځلي اتحاد د لیبرال متحد ګوند بنسټ جوړ کړ چې په راتلونکو لسیزو کې یې د بریتانیا په سیاست واک درلود. په داسې حال کې چې راسل په ۱۸۳۰ مه لسیزه کې یو پیاوړی وزیر و او د اصلاحاتو له بهیر سره یې د وېګانو له ژمنتیا سره مرسته وکړه، خو د لومړي وزیر په توګه په خپلو چارو کې ډېر لږ بریالی و. د لومړي وزارت په دواړو دورو کې هغه له یوې پاشل شوې کابینې او همدارنګه په عوامو جرګه کې له کمزوري ملاتړ رنځېده، دغه چاره په دې معنی وه چې هغه نشو کولای ډېری خپل پروګرامونه ترسره کړي. د لومړني لومړي وزارت پر مهال یې ادارې وه نشو کولای په آیرلنډ کې له قحطۍ سره په سمه توګه مبارزه وکړي، چې له امله یې د ایرلنډ د وګړو یو پر څلورمه برخه د مړینې او یا هم کډوالۍ ښکار شول. د لومړي وزارت په دویمه دوره کې یې په پارلماني اصلاحاتو باندې د زیات ټینګار له امله خپل ګوند په دوه برخو ووېشل شو او اړ شو څو د ډربي او ډیزرائیلي د ځان غوښتونکو اصلاحاتو د لایحو د اجرا کېدو له امله دنده خوشې کړي. داسې ویل کېږي چې له ۱۸۴۶ زکال څخه تر ۱۸۵۲ زکال پورې د راسل لومړی وزارت د پخواني وېګ ګوند د پاتې شونو استازیتوب کاوه په داسې حال کې چې له ۱۸۶۵ زکال څخه تر ۱۸۶۶ زکال پورې یې لومړی وزارت د لیبرال ګوند د پاتې شونو استازیتوب کاوه چې د هغو ځای یې نیولی و.[1][2]