فرانک لويد رايټ
From Wikipedia, the free encyclopedia
فرانک لويد رايټ “Frank Lloyd Wright” (زوکړه: ۱۸۶۷ د جون۸، مړينه: ۱۹۵۹ د اپرېل ۹) يو امريکايي معمار، طراح، ليکوال او ښوونکی و. نوموړي د ۷۰ کالونو نوښتي دورې په اوږدو کې له ۱۰۰۰ څخه زيات جوړښتونه ډيزاين کړل. رايټ د شلمې پېړۍ په معماري خوځښتونو کې مهمه ونډه ولوبوله، چې د خپلو کتابونو او “Taliesin Fellowship” کې د سلګونو زده کونکو له لارې يې په نړيواله کچه معماران تر خپل اغېز لاندې راوستل. نوموړي له انسانيت او چاپيريال سره په همغږۍ ډيزاين يا نخشه جوړولو باندې باور درلود، چې نوموړي د ژونديو موجوداتو يا عضوي معمارۍ فلسفه بلله. دا فلسفه د ځړوبي “Fallingwater” (۱۹۳۵زکال) نومي کتاب کې د بېلګو په ورکولو سره روښانه شوې ده او ياد کتاب «د امريکايي معمارۍ تر ټولو غوره کتاب» ګڼل کېږي. [2][3]
فرانک لويد رايټ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [1] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | معماري |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
رايټ د هغه څه مخکښ يا سرلاری و، چې د معمارۍ د پرايري ښوونځي “Prairie School” خوځښت په نوم يادېږي او په بروډاکر ښار کې يې د يوسونين “Usonian” کور په نوم مفکورې ته وده ورکړه، چې په متحده ايالتونو کې د ښاري پلان جوړولو برخه کې د نوموړي ليد و. نوموړي اصلي او نوښتي دفترونه، کليساګانې، ښوونځي، دنګې ماڼې، هوټلونه، موزيمونه او نورې سوداګريزې نقشې ډيزاين کړې. د رايټ له لوري ډيزاين شوي عناصر ( د ښيښه يي کړکيو، غولۍ يا پوړونو، د کور توکو يا فرنېچر او ان د ډوډۍ د مېز توکو په ګډون) دې جوړښتونو کې يو ځای شوي وو. نوموړي بېلابېل کتابونه او ګڼې مقالې وليکلې او په متحده ايالتونو او اروپا کې يو نامتو ښوونکی و. هغه په ۱۹۹۱ زکال کې د معمارانو د امريکايي انسټيټيوت “American Institute of Architects” له لورې «د ټول وخت د تر ټولو ستر امريکايي معمار» په توګه وپېژندل شو. په ۲۰۱۹ ز کال کې د نوموړي د کار يوه ټاکنه د فرانک لويد رايټ د ۲۰ پېړۍ معمارۍ “The 20h Century Architecture of Frank Lloyd Wright” په نوم د نړيوال ميراث سيمه “World Heritage Site” کې لښتليک شوه.
په کليوالي وېسکونسين سيمه کې رالوی شوي رايټ په وېسکونسين پوهنتون “University of Wisconsin” کې سيول انجنيري ولوستله او وروسته د لږې مودې لپاره له جوزف لايمېن سېلسبي “Joseph Lyman Silsbee” سره شيکاګو کې او ورڅخه وروسته له لويس سليوان “Louis Sullivan” سره په اډلر او سليوان “Adler & Sullivan” کې زده کړيال شو. رايټ په ۱۸۹۳ز کال کې خپل بريالی تمرين پيل کړ او په ۱۸۹۸ز کال يې په “Oak Park, Illinois” نومي کور کې خپله سټوډيو جوړه کړه. د نوموړي شهرت زيات شو او شخصي ژوند يې ځيني وختونه سرليکونه جوړ کړل. لکه: په ۱۹۰۹ ز کال کې د ماماه چيني “Mamah Cheney” له امله د خپلې لومړۍ مېرمنې کترين توبېن پرېښودل، په ۱۹۱۴ زکال کې د ډلې د غړي له لورې په تاليسين ملکيت کې د ماماه، د هغې د ماشومانو او نورو وژل، له دويمې مېرمن مريم نويل سره د نوموړي کړکېچن واده (د واده موده: ۱۹۲۳ – ۱۹۲۷ز کال) او له اولګيوانا لازووېک “Olgivanna Lazovic” سره د نوموړي مينتوب او له ۱۹۲۸ څخه تر ۱۹۵۹ ز کال پورې واده.