لېسټر بي. پېیرسون
From Wikipedia, the free encyclopedia
لېسټر باولز «مایک» پېیرسون د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د مېریت /OM (دا هغه نښان دی چې د غوره خدماتو لپاره یو کس ته ورکول کېږي)، CC (تر مېريت وروسته دویم ویاړلی نښان) اوOBE (د زړورتیا یو نښان چې د بریتانیا د سترواک له خوا د هنر او ساینس په برخه کې له خیریه او عمومي خدمتونو سره د همکارۍ لپاره د پاداش په توګه ورکول کېده) ګټونکی دی. د ۱۸۹۷ ز کال د اپرېل په ۲۳مه زېږېدلی او د ۱۹۷۲ ز کال د ډېسمبر په ۲۷ مه مړ شوی دی. یو کاناډايي پوه، واکمن، دیپلومات او سیاستوال و، چې له ۱۹۶۳ ز کال څخه تر ۱۹۶۸ز کال پورې يې د کاناډا د څوارلسم لومړي وزیر په توګه خدمت کړی.
لېسټر بي. پېیرسون | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | ټورنټو | ||||||
مړینه | آټاوا | ||||||
تابعیت | کاناډا | ||||||
قد | 1.88 متر [1] | ||||||
ګوند | د کاناډا لېبرال ګوند | ||||||
واک | |||||||
د کاناډا لومړی وزیر (14 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۲ اپرېل ۱۹۶۳ – ۲۰ اپرېل ۱۹۶۸ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه | ||||||
کاروونکي ژبه(ي) | |||||||
کار ورکوونکی | ملگري ملتونه | ||||||
لوبه | کنگل هاکي | ||||||
پوځي خدمت | |||||||
برخه | د برتانيا فوځ | ||||||
مقام | بريدمن | ||||||
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه | ||||||
لاسليک | |||||||
سمول |
د اونټاریو (چې اوس مهال د ټورانټو یوه برخه ده) په نیوټونبروک کې زېږېدلی، پېیرسون خپله لومړۍ دنده د بهرنیو چارو په وزارت کې تر سره کړه. هغه له ۱۹۴۴ ز کال څخه تر ۱۹۴۶ ز کال پورې په متحده ایالاتو کې د کاناډا د سفیر په توګه او له ۱۹۴۸ ز کال څخه تر ۱۹۵۷ ز کال پورې يې د لېبرال لومړیو وزیرانو وېلیم لوین مکنیزي کېنګ او لوئس سنټ لوران په دورو کې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په توګه خدمت وکړ. هغه په ۱۹۵۳ زکال کې د ملګرو ملتونو د سر منشي د تصدۍ لپاره له سختې ماتې سره مخامخ شو. له دې سره هغه په ۱۹۵۷ ز کال کې د سوئز کانال د کړکېچ د حل لپاره د ملګرو ملتونو د بېړنیو ځواکونو د سازمانولو لپاره د نړیوالو پام ځانته راواړوه او د نوبل جایزې ګتونکی شو. د ۱۹۵۷ ز کال په ټاکنو کې د لېبرالیانو له ماتې څخه وروسته پېرسون په ۱۹۵۸ ز کال کې په اسانۍ سره د لېبرال ګوند مشري ترلاسه کړه. پېیرسون د پرمختللیو محافظه کارانو د لومړي وزیر ډېفین بېکر له خوا له دوه پرله پسې ماتو سره مخامخ شو، خو د درېیم ځل لپاره د ۱۹۶۳ ز کال په فدرال ټاکنو کې بریا ته ورسېد، پېیرسون د ۱۹۶۵ ز کال په فدرال ټاکنو کې بیاځلي بریالی شو.
پېیرسون د خپلې تصدۍ په دوران کې دوه لږه کي(اقلیت) دولتونه په پرله پسې ډول اداره کړل او لېبرالیانو په پارلمان کې اکثریت نه درلود؛ دا په دې معنا وه چې هغه د مخالفو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا درلوده. پېیرسون له دې ملاتړ سره پرمختللې پالیسۍ جوړې کړې ،لکه: د عمومي روغتیا پالنې، د کاناډايي زدهکوونکو لپاره د پور د ورکړې او د کاناډا د تقاعد پلان. پېیرسون د ارډر اف کاناډا (په کاناډا کې تر میرېت پورته وياړلی نښان) او دوورسمي ژبو او دوه کلتورونو سلطنتي کمیسیون هم معرفي کړ او د مپل د ونې د پاڼې پر بیرغ جوړولو یې څار درلود، چې په ۱۹۶۵ ز کال کې پلی شو. د هغه دولت د کاناډا وسله وال پوځ متحد کړ او کاناډا يې د ويتنام له جګړې څخه لرې وساتله. په ۱۹۶۷ز کال کې کاناډا په نړۍ کې لومړنی هېواد و چې د امتیاز پر بنسټ مهاجرت یې پلی کړ. پېیرسون تر نیمې لسیزې واکمنۍ وروسته، له لومړي وزیرتوب څخه استعفا ورکړه اوله سیاست څخه تقاعد شو.
پېیرسون له خپلو دولتي برنامو او پالیسیو سره او په ملګرو ملتونو کې د هغه د بدلون رامنځته کوونکي ګامونو سره یو ځای چې د سویس کانال کړکېچ پای ته رسول په کې شاملېږي، په عمومي ډول د شلمې پېړۍ له تر ټولو اغېزمنو کاناډایانو څخه بلل کېږي او د کاناډا د لویو لومړیو وزیرانو په رتبه بندۍ کې راځي. [2][3]