یورګن هابرماس
From Wikipedia, the free encyclopedia
یورګن هابرماس (زیږون ۱۸ جون ۱۹۲۹ زکال) د انتقادي نظریې او عمل پالنې/پراګماتېزم په سنت کې جرمنی فیلسوف او ټولنپوه دی. د هغه اثار ارتباطي عقلانیت او د ژوندانه عمومي برخې ته اړوندېږي.[3][4][5]
چټک مالومات یورګن هابرماس, د شخص معلومات ...
یورګن هابرماس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
تابعیت | جرمني [1] |
عملي ژوند | |
تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر |
استاد | تيودور ډبليو. اډورنو |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | فلسفه |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
تړل
له فرانکفورت مکتب سره په اړوندتیا د هابرماس اثار د طبیعي قانون د حدودو په اډانه کې په معرفت پوهنې او ټولنیزې نظریې، د پرمختللي کپیټلېزم او دیموکراسۍ په تحلیل، په ټولنیزه تکاملي انتقادي اډانه کې د قانون په حاکمیت او همدارنګه په معاصر سیاست په ځانګړې توګه د جرمني پر سیاست تمرکز لري. هابرماس د معاصرتوب د مفهوم په اړه د خپل کار له امله په ځانګړې توګه د عقلاني کولو بحثونو ته په پام چې د ماکس وبر له خوا مطرح شوي و پېژندل کېږي. نوموړی د امریکايي عمل پالنې، عملي تیوري او وروسته ساختار پالنې تر اغېز لاندې راغلی.[6]