اسحق نیوټن
From Wikipedia, the free encyclopedia
اسحاق نيوټن ( نیوتن) (په انگرېزي: Sir Isaac Newton) يا سر اساک نيوټن (۲۵م د ډسمبر ۱۹۴۲ـ ۲۰م مارچ ۱۷۲۷) يو انگرېز پنځپوهاند (فيزيکپوه) او شمېرپوهاند و . دی د پوهنې په پراخ ډگر کې ډېر اغېزمن پوهنيال او ساينسپوه گڼل کېږي . ده په ساينسي ډگر کې بنسټيزه پاڅون هله رامنځته کړ کله چې يې لومړنی کتاب د شمېرپوهنې فلسفي او طبعي تگلارې په نوم راووېست . دا کتاب په کال ۱۶۸۷م زېږديز کې خپور شو او د لرغوني ميخانيک او تخنيک د بنسټ خښته يې کېښوده .د نيوټن پرنسپيه يا ليکنې تگلارې د خوځښت قانونونه او په کايناتو کې د مقناطيسي تړاؤ يا گراويټي تړاؤ پر سر بحث رامنځته کړ چې د پنځپوهنې د ډگر روان حالت يې درې پېړۍ تود ساتلی . د نيوټن څېړنه پدې هم ولاړه وه چې د يو څيز خوځښت په مځکې باندې او يا اسماني ـ بدنو (غونډالو، اجرامو) د خوځښت تشريح په همدې پرنسيپيه مخانيکي تگلارې روښانېږي . نيوټن د کپلر په قانون بيا کره کتنه وکړه او هاغه شکمنه تگلاره يې له منځه يوړه چې له مخې يې مقناطیسي سېک يا مځکې گراويټي او ټولو کايناتو يې د لمر په مدار او خوا گڼل .
اسحق نیوټن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | 20 مارچ 1727 (85 کاله)[1][2][3][4] |
استوګنځای | انګلېنډ [5] |
تابعیت | د لویې بریتانیا پاچاهي [6][5] |
نسل | انگریز [5] |
عملي ژوند | |
تعلیم | د کېمبرېج پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | |
کار ورکوونکی | د کېمبرېج پوهنتون |
مؤثر | رنه دیکارت [5] |
لاسليک | |
سمول |