اقليدس
From Wikipedia, the free encyclopedia
اقليدس ( لرغونې يوناني: Script error: The function "lang" does not exist. Eukleidēs), fl. 300 BC, چې د سکندريې اقليد, په نامه هم پېژندل کېږي، يو يوناني شمېرپوه و چې د هندسې د پلار په نامه پېژندل شوی. هغه د پټولېمي پېر په وخت کې په سکندريې کې په هندسي څېړنو کې فعاله وو. د هغه عناصر د شمېرپوهنې په تاريخ کې يو ډېر اهم اثر گڼل کېږي، چې د هندسي شمېرپوهنې په ښوونه کې د دغه اثر د ليکلو له وخت نه تر ۱۹ مې پېړۍ او د ۲۰ مې پېړۍ تر پيل پورې د يوه درسي کتاب په توگه کارېده.[1][2][3] په عناصر, کې اقليدس د داسې اصولو ښوونې کښلې دي چې نن د اقليدسي هندسې په نامه پېژندل کېږي او دا پخپله د اکزيومونو يو سېټ گڼل کېږي. اقليدس د نظري هندسې، د بوکر د برخو، د کروي هندسې، د گڼو تيوري او د ريگور په اړه هم ليکنې کښلي دي.
"اقليدس د يوناني نوم (Εὐκλείδης — Eukleídēs) عربي ليکلې بڼه ده چې مانا يې نېکه خوښي ده.