اچ.جي. وېلز
From Wikipedia, the free encyclopedia
هېربرټ جورج وېلز (په انګلیسي: Herbert George Wells ؛ زوکړه د ۱۸۶۶ز کال د سپټمبر ۲۱مه ــــ مړینه د ۱۹۴۶ز کال د اګست ۱۳مه) یو انګرېز لیکوال و. هغه چې په ډېرو ژانرونو کې وړتیا درلوده، له پنځوسو څخه زیات ناولونه او په درجنونو لنډې کیسې ولیکلې. د هغه غیر داستاني اثار ټولنیزې تبصرې، سیاست، تاریخ، عامه علوم، طنز، ژوند لیکونه او د هغه د خپل ځان ژوند لیک شاملوي. وېلز اوسمهال د هغه د خپلو علمي تخلیلي ناولونو لپاره شهرت لري او د علمي تخیلي کیسو د پلار په نامه یادېږي.[1][2][3][4]
اچ.جي. وېلز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | برېتانيا |
طبی کیفیت | ډايبېټېز مېلېټوز |
ژوند ملګری | ريبيکا وېسټ مارګريټ سنګر |
عملي ژوند | |
تعلیم | لندن پوهنتون |
استاد | توماس هنري هاکسلی |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انگليسي |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | علمي تخیلي ژانر |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هغه د یو لیکوال په توګه د هغه له شهرت څخه علاوه، د خپل ژوند په اوږدو کې د یو لېوال او ان تر دې چې رسالتي ټولنیز نقاقد و چې خپلو ادبي استعدادونو ته یې د روڼ اندي لید د ودې لپاره په نړیواله کچه پراختیا ورکړې وه. هغه چې یو راتلونکی پال (فیوچرېست) و یو شمېر اوټوپیایي(د ایډیال ښار اړوند) اثار یې ولیکل او د الوتکو، ټانکونو، فضایي سفر، اتومي وسلو، سټلایټ تلوېزیون او نړیوال غځېدلي جال (World Wide Web) ته د ورته یو څه وړاندوینه یې وکړه. د هغه علمي تخیلي ژانر د وخت سفر، د فضایي موجوداتو یرغل، نامرئيتوب، او بیولوژیکي انجنیري انځور کړې ده. براین الدیس، وېلز ته "د علمي تخیلي ژانر د شکسپیر" په سترګه ګوري، په داسې حال کې چې چارلس فورټ هغه یو "وحشي استعداد بللی دی".[5][6][7]
وېلز خپل اثار د معمولي جزیاتو په القا او په څنګ کې یې د هر اثر لپاره له یوې خارق العاده فرضیې سره ـــ چې د وېلز د قانون نوم یې ورکړی و ـــ د قناعت وکړ کړل ـــ چې په دې سره، د جوزف کنراډ له خوا په ۱۸۹۸ز کال کې "اې زړه راکښونکي ریالېست! " په توګه وستایل شو. د هغه د علمي تخیلي ژانر تر ټولو ډېر د یادونې وړ اثار د وخت ماشین (۱۸۹۵ز کال)، کوم چې د هغه لومړنی ناول و، د ډاکتر مورو ټاپو (۱۸۹۶ز کال)، نامرئي سړی (۱۸۹۷ز کال)، د نړۍ ګانو جګړه (۱۸۹۸ز کال) او د پوځ اړوند علمي تخیلي ژانر په هوا کې جګړه (۱۹۰۷ز کال) شاملوي. د ټولنیز ریالېزم ناولونه لکه کېپس (۱۹۰۵ز کال) او د ښاغلي پولي تاریخ (۱۹۱۰ز کال) کوم چې له ښکته تر منځنۍ طبقي انګريزي ژوند انځوروي، هغه وړاندیز یې محقق کړی چې نوموړی د چارلس دیکن یو وړ ځای ناستی و. اما وېلز د ټولنیزو اقشارو یوه مجموعه توصیف کړه او ان په ټونو-بونګای (د ۲۰۰۹ز کال اثر) کې یې هڅه وکړه تر څو انګرېزي ټولنه د یوې واحدې ټونې په توګه تشخیص کړي. وېلز څلور ځله د نوبل د ادبیاتو د جایزې لپاره ټاکل شوی دی.[8][9][10]
د وېلز تر ټولو لومړنۍ تخصصي روزنه په بیولوژي کې وه، او د اخلاقي مسایلو په اړه د هغه افکارو دارویني رېښه درلوده. هغه همداراز له لږ عمر څخه یو نظریاتي سوسیالېست و، زیاتره وخت یې ( خو نه د تل لپاره، لکه د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې) له سوله ییزو لیدلورو سره خواخوږي ښودله. هغه په خپلو وروستیو کلونو کې، لږ تخیلي کیسې او تر ډېره هغه اثار ولیکل چې د نوموړي د سیاسي او ټولنیزو لیدلورو څرګندونه یې کوله، او زیاتره وخت به یې خپل مسلک د یو ژورنالېست هغه معرفي کاوه. وېلز د شکرې ناروغي درلوده او او په ۱۹۳۴ز کال کې یې د شکرې ناروغۍ د خیریه ټولنې (چې اوسمهال د ډیابټس یوکې (Diabetes UK) په نامه پېژندل کېږي) په تاسیس کې ونډه واخیسته.[11][12][13]